عبدالله ته د ايران ډالۍ

تخارپه داسې حال كې چې د ايران له سفره د اجرايي رييس عبدالله عبدالله خولې نه دي وچې شوې په دغه هيواد كې اوه افغانان اعدام شوي دي. دا اوه تنه چې د تخار د كلفګان ولسوالې اوسيدونكي دي په ايران كې د نشه يي توكو د قاچاق په تور اعدام شوي او مړي يې د پنجشنپه په ورځ تخار ولايته ته وليږدول شول.

په دې كسانو كې ۲۵ كلن عبدالله، ۳۵ كلن خيرالله او ۳۰ كلن رحمت الله هم  شامل دي  چې د تخار د كلفګان ولسوالې اوسيدونكي او له تيرو شپږو كلونو را په ديخوا په ايران كې بنديان وو.

د دغه كسانو د كورنې غړي چې د خپلو مړيو د ترلاسه كولو په موخه راټول شوي وو وايي د افغانستان دولت په دې اړه ناغيړي كوي او په  داسې حال كې چې څو ځلې يې د دغه ستونزې د حل غوښتنه كړې خو لاهم په ايران كې د افغانانو اعدام دوام لري.

د دغه كسانو د كورنيو غړي وايي ايران دولت له دوى څخه د ۲۵ ميليون تومنه غوښتنه كوله چې كه يې وركړې واى نو داكسان به يې نه وو اعدام كړي.

په همدې وخت كې د تخار د ولايتي شورا غړي وايي د هيواد له چارواكو غواړي چې دا ستونزه حل كړي كه نه ۲۵۰ كسان چې د كلفګان اوسيدونكي به هم په ايران كې محكوم شي.

د تخار محلي  چارواكي وايي داكسان چې اعدام شوي په ايران كې د نشه يي توكو د قاچاق په تور بنديان و او دوى هڅه كوي چې ايران ته د نشه يي توكو د قاچاق مخه ونيسي. په روان كال كې دا لومړى پيښه نه ده بلكې لسګونه نور كسان هم چې په ايران كې اعدام شوي تخار او نورو ولايتونو ته يې مړي ليږدول شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.