عبدالله ته د نبیل لیک؛ ۵ کاله دې اربابي وکړه، میدان نورو ته پرېږده

عبدالله ته د نبیل لیک؛ ۵ کاله دې اربابي وکړه، میدان نورو ته پرېږده

محور؛ شنبه، د وږی میاشتې ۲ مه:

ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل له خپل سیال عبدالله عبدالله غوښتي چې میدان ورته پرېږدي.

رحمت الله نبیل د یو سر خلاصي لیک له لارې عبدالله ته په خطاب کې ویلي، چې تاسو عبدالله عبدالله  تېرو ۵ کلونو کې په ملي کچه د تصمیم نیونې اړوند هېڅ راز ګټور کار نه دی ترسره کړی.

نبیل د خط په اوږدو کې ویلي چې د عبدالله عبدالله وطنپالنې ته درناوی لرم، خو ټینګار مې دا دی چې تاسو ( عبدالله ) د تدارکاتو له غونډې پرته، نور په یوه ناسته کې هم نه لیدل کېږئ.

هغه عبدالله تورن کړی دی چې تېرو ۴ یا ۵ کلونو کې يې د خپل یوه متحد حال هم نه دی اخېستی او تل یې شخصي ګټې پاللې دي.

په یاد سرخلاصي لیک کې نبیل عبدالله عبدالله ننګولی دی چې تاسو واک کې شریک یاست، خو د اپوزېسیون دنده پر مخ  وړئ، هغو ولایتونو کې چې تاسو رایه اخېستې وه، ایا اوس مو د هغوی احوال اخېستی دی؟

هغه په ټینګار سره عبدالله ته خطاب کړی، کاش تاسو د ودرېدو مېړانه  درلودلی، کاش تاسو د خلو له رایو دفاع کولای شوئ او کاش تاسو له خلکو سره خپلې وعدې پوره کړې وای.

نبیل زیاته کړې چې د عبدالله نوي یاران باید د هغه له زړو یارانو پند واخلي، ځکه یوه سره یې هم وفا ونه کړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.