عبدالله: د رښتینې سولې لپاره له خپلې چوکۍ تېر یم

عبدالله: د رښتینې سولې لپاره له خپلې چوکۍ تېر یم

 

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، که چېرې پوه شوم چې د رښتینې سولې لپاره فرصت برابر شوی دی، خپله چوکۍ به ترې قربان کړم

 

د عبدالله عبدالله په وینا، د سولې بهیر لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي، خو دغه بهیر کې باید تېرې لاسته راوړنې، د افغان ځواکونو قربانۍ او د خلکو ژوند خوندي وي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر خپل ځای وي.

 

اجراییه رییس د وزیرانو شورا کې د وینا پر مهال وویل: تر هغه چې د سولې لپاره اجماع نه وي او یووالی تامین نه شي، د هر راز سولې ټینګښت به ناشونی وي.

 

هغه ټینګار وکړ چې افغانان نه غواړي د تل لپاره په بهرنیانو تکیه و اوسي.

 

عبدالله وايي هره ډله چې خپل فکر او تګلاره بدله نه کړي، د افغانستان د خلکو دښمنان دي.

 

نوموړي وویل چې د سولې لپاره شویو هرڅو تر اوسه کمه پایه نه ده ورکړې او باید دې برخه کې عملي ګامونه پورته شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.