عبدالله: د طالب بندیانو خوشې کول باید کمپایني بڼه خپله نه کړي

عبدالله: د طالب بندیانو خوشې کول باید کمپایني بڼه خپله نه کړي

اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن یکشنبه د وزیرانو شورا په ناسته کې ویلي چې د حکومت له بند خونو د طالب بندیانو خوشې کول په ښه نیت ترسره کېږي، خو که  وروسته یې کمپایني بڼه خپله کړه، ګټه به یې نه وی.

 

عبدالله ټینګار کړی چې د سولې پروسه شخص پورې اړه نه لري، بلکې د افغانستان د ملت غوښتنه ده.

 

نوموړي ویلي چې د افغانستان خلک په یوه غږ سوله غواړي.

 

حکومت تېره اوونۍ نږدې ۵۰۰ طالب بندیان له بند خونو خوشې کړل چې طالبانو، امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو د حکومت د دغه ګام هرکلی وکړ.

 

امریکا ویلي و چې دغه کار د سولې له بهیر سره مرسته کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.