د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د نړیوالې اقتصادي مجمع په رسمي بلنه د سویس پلازمینې ته رسېدلی دی.
سپیدار ماڼۍ وايي، عبدالله عبدالله به په دې ناسته کې د افغانستان اړوند څوو مهمو ناستو کې وینا وکړي.
اجرائيه رئیس به دغه راز په داووس کې د افغانستان، سیمې او نړۍ اړوند په څو بحثونو او ناستو کې هم ګډون وکړي.
عبدالله عبدالله په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي مجمع کې له یوشمېر هېوادونو له لومړي وزیرانو، د نړیوالو سازمانونو له مشرانو، د هېوادونو له لوړو پوړو چارواکیو، نړیوالو سازمانونو او شخصیتونو سره هم وګوري.
نړیواله اقتصادي مجمع به د سلواغې په دویمه، چې د جنورۍ له 22مې سره برابرده پیلېږي او د پنځو ورځو لپاره به د نړۍ د 3000 تنو سوداګرو، سیاستوالو، د حکومتونو د استازو، نړیوالو نهادونو او مدني ټولنو د غړو په ګډون ترسره شي.
Leave a Reply