عبدالله طالبانو ته: که پر سوله باور لرئ، اوربند وکړئ

عبدالله طالبانو ته: که پر سوله باور لرئ، اوربند وکړئ

اجراییه رییس عبدالله عبدالله طالبان ننګولي، که پر سوله باور لري، نو اوربند ته دې غاړه کېږدي.

هغه چې نن پنجشنبه یې د سولې او امنیت په تړاو یوې غونډې ته وینا کوله ویلي، طالبان له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي، له بل لوري بیا له افغان حکومت سره خبرو انکار کوي.

هغه وویل:”که طالبان فکر کوي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په زور سره قدرت ته رسېږي دا هیڅ امکان نه لري.”

نوموړي ټینګار کړی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو وخت رارسېدلی او دغه ډله باید له افغانانو سره خبرو ته حاضره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.