عبدالله عبدالله بايد له پښتنو بښنه وغواړي

فاضل سانچاركيپه دې ورځو كې د ملي دفاع وزارت په كومه لوحه كې د پښتو په اړه حساسيت د اجرايي رياست تر دفتر او مشرانو جرګې پورې ورسيد.

د عبدالله عبدالله فرهنګي سلاكار وايي چې هغه نقيصه چې د دفاع وزارت په لوحه كې شوې ژر به اصلاح شي، فاضل سانچاركي په پښتو ليكنې ته نقيصه كارولې ده، بل خوا د مشرانو جرګې مرستيال محمد علم ايزديار هم ويلي  چې له دفاع وزارت څخه يې په دې اړه وضاحت غوښتى دى.

عجيبه وضاحت چې لوحه مو ولې په پښتو ليكلې ده. اوس به نو د دفاع وزارت په لوحه كې بدلون راځي او فارسي به په كې زياتوي، خو دا كسان دې ته پام نه كوي چې دا د نورو وزارتونو په لوحو كې چې پښتو نشته او ټول په دري ليكل شوي هم يوه نقيصه ده او كه نه په هغه كې ستونزه نشته.

عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله خپله دنده ښه پرمخ وړي او په همدې يې ځان دې ځاى ته ورساوه، هغه خپلو خلكو او خپلې ژبې ته كار كوي او دا يې حق دى چې كوي يې، خو ستونزه زموږ ده چې داسې شخص مو ارګ ته ليږلى چې  تر نيمې ورځې نه چالانيږي او چې چالان هم شي نو هرڅه يې مصنوعي وي، يا داسې ماشومان دي  چې ټوله ورځ په ځان او نورو پسې بد وايي يا يې د حامد كرزي شاه نيولې وي او يا هم د ماشومانو په شان تمامه ورځ په فيسبوك كې د ځان درنې او د نورو سپكې وايي، دا ښاغلي په دې پوهيږي چې دا ارګ او قدرت د دوى پلرنۍ ميراث دى او كه نه همداسې خلك حق لري چې له ارزښتونو يې دفاع وكړي. همدا اوس د افغانستان د ټولو وزارتونو لوحې په دري ليكل شوې يوه ورځ دوى په دې اړه غږ پورته نه كړ چې ولې په پښتو نه دي ليكل شوي.

اشرف غني او د ارګ سلاكاران  دې څو ټكو ته پام وكړي:
  • ۱ – د افغانستان په ډيرو وزارتونو، ادارو او نورو دفترونو كې د احمد شاه مسعود انځور لګول شوى دى. دا انځور د كوم قانون او لايحې له مخې لګول كيږي، ژر تر ژره بايد ليرې او كه ليرې نه شي نو يو څو كاله وروسته به د عبدالله عبدالله عكسونه هم په كورونو كې جبري وي.
  • ۲ –  د وزارتونو او دولتي ادارو ټولې لوحې بايد له سره وليكل شي او په دواړو ژبو وليكل شي اوس ډيرې لوحې په فارسي ليكل شوي دي.
  • ۳ –  عبدالله عبدالله ته بايد ور زده كړل شي چې پښتو د افغانستان د خلكو ژبه ده او په دې ليكل نقيصه نه ده، تا ته كه فارسي ګرانه ده نو د نورو د ژبو درناوى هم كوه كه نه بيا څوك اړ نه دي چې ستا د يوه قوماندان انځور په خپلو ودانيو او ملي ادار كې ولګوي.
  • ۴ –  اشرف غني بايد ور وښودل شي چې پښتو او پښتني كلتور ستا تخلص نه دى چې ليرې يې كړې، پښتو د دې خاورې د اوسيدونكو رسمي او ملي ژبه ده او هرڅوك چې ورته سپكاوى وكړي نو بايد ترې پوښتنه وشي.
  • ۵ –  ارګ ميشتې بايد له سره خپله پيژندګلوي خپره كړي چې خلك يې وپيژني ځكه ښايي خلك تيروتلي وي چې غني ته يې د يوه پښتانه په نامه رايه وركړې او دا رايه بايد ترې بيرته واخيستل شي.

اشرف غني په دې محبوبيت نه ترلاسه كوي چې په پښتو خبرې ونه كړي، خپل قومي تخلص ليرې كړي، په سعدي درود ووايي او نور اجتهادونه وكړي. موږ له چا سره ستونزه نه لرو او دا هيواد د ټولو خلكو ګډ كور دى، خو چاته اجازه هم نه وركوو چې زموږ په ارزښتونو لوبې وكړي او سپكاوى ورته وكړي.

اوس چې ارګ له ماشومانو سره دى نو كارونه يې هم ماشومانه دي، وايي  (ماشومانو ته يې چې په لاس وركړې له خاورو يې ډكوي)  رښتيا ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.