عبدالله عبدالله وایي هیڅوک دې د نظام د پرځولو خوب نه ویني

عبدالله عبداللهاجرایی رییس عبدالله عبدالله وايي طالبان او په وینا یې نورې ترهګرې ډلې نه شي کولی د جګړو له لارې نظام وپرځوي. عبدالله عبدالله له طالبانو غواړي چې له اوسني فرصت استفاده وکړي، او له حکومت سره خبرو ته کیني.

اجرایی رییس افغانستان کې وسله والو طالبانو تیرو بریدونو ته په نغوتې سره وایي د که څه هم یو برید کیږي خو امنیتي ځواکونه شپږ نور بریدونه کابو کوي. هغه چې کابل کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل طالبان نه شي کولی د جګړو له لارې نظام وپرځوي. عبدالله وایي چې افغانان عادلانه سوله غواړي.

هغه وایی: «موږ د عادلانه سولې پلوي یو، طالبان او نورې ترهګرې ډلې باید په دې وپوهیږي چې د جګړې له لاارې نه شي کولای نظام را وپرځوي او له اوسني فرصت څخه باید سمه استفاده وکړي.»

هغه وایي افغان دولت داعش ته هم دروند زیان اړولی، هغه څه چې دولت ته اوس تر طالبانو وروسته یوبل سرخوږی بدل شوی دی.

عبدالله عبدالله وایي: «په ننګرهار کې په داعش درانه ګوذارونه شوي دي.»

افغان حکومت چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته انتظار باسي وایی، امریکا او پاکستان ور سره ژمنه کړې چې نه پخلا کېدونکې ډلې به وځپي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.