عبدالله عبدالله په دوشنبه ايران ته ځي

عبداللهد ملي يووالي حكومت اجرايي رييس عبدالله عبدالله به د دوشنبه په ورځ ايران ته لاړ شي. د ايران رسمي خبري آژانس فارس وايي عبدالله به په دې دوه ورځينې رسمي سفر كې له ايراني چارواكو سره وګوري.

د اجرايي رياست يوه مرستيال ويلي چې په دې سفر كې به له عبدالله عبدالله سره د بهرنيو چارو او اقتصاد وزيران هم ملتيا كوي. ايران  چې په افغانستان كې د ناټو او نړيوال ايتلاف له ماموريته ښه زړه نه لري په دې اند دى چې افغانستان اوسنى حكومت په دغه هيواد كې د داعش د پرمختګ مخه نه نيسي.

د ملي يووالي د حكومت ځينې سرچينې وايي عبدالله به په دې سفر كې هڅه وكړي چې ايراني چارواكي قانع كړي چې د افغانستان حكومت د داعش پرضد پراخې هڅې كوي او هغه د خپلې ځمكنۍ بشپړتيا پرضد يو جدي ګواښ ګڼي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.