عبدالله عبدالله په سیمه ییز یووالي ټینګار وکړ

ترهګرۍ سره د مبارزې کنفرانسله ترهګرۍ سره د مبارزې په کنفرانس کې ډاکټر عبدالله عبدالله ټینګار کړی چې افغان حکومت به ترهګرې ډلې چې د القاعده او داعش ملاتړې دي، نابودې کړي.

جګړه، رښتینې همکاري، د مالي سرچینو  بندیدل او د لویدیځو هېوادونو لخوا د ترهګرو په ملاتړوهېوادونو فشار د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د ناستې اصلي مسایل دي.

دافغانستان اجرایی رییس عبدالله عبدالله دغه کنفرانس ته په وینا کې چې په هند کې جوړ شوی وویل د ترهګرۍ له اړخه افغانانو ډیرې قرباني ورکړي دي. ښاغلی عبدالله وایی، ځینې هېوادونه له ترهګرو څخه د نورو هېوادونو په وړاندې د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

عبدالله عبدالله د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو په یو موټی توب ټینګار کوي.

ترهګرۍ سره د مبارزې کنفرانسعبدالله عبدالله وویل :« زمونږ د سولې د بهیر موخه د هر افغان د هیلو پر ځای کول دي له جګړو د خلاص افغانستان لپاره او دا چې زمونږ خاوره د ترهګریزو فعالیتونو په میدان بدله نه شی.  زمونږ دریځ روښانه  دی هغه طالبان چې سوله کوي، ښه راغلاست ورته وایو او څوک چې سوله نه کوي، ور سره پوځي چلند کیږي.»

ښاغلي عبدالله وایی حکومت به یواځې له هغو کسانو سره خبرې وکړي چې سولې ته چمتو والی لري.

اجرایی رییس وایی طالبان په ډلو ویشل ناسم دي: «مونږ باید د ترهګرو د ماتولو لپاره دوه ګونی چلند پریږدو او زه نن له ګاونډیو هېوادونو غواړم چې د ښو او بدو ترهګرو  توپیر پریږدي.مونږ باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسو.»

بلخوا د هند ولسمشر وایی، سیمه کې ځینو هېوادونو په خپلو دې ژمنو عمل نه دی کړی چې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په هکله یې کړې وې. د غونډې ویناوالو د سیمې په هېوادونو نیوکه وکړه چې په وینا یې تر اوسه نه دي توانیدلي چې د ترهګرو خلاف مبارزه کې یو نړیوال پلان عملي کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.