ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله قطر کې د طالب استازو او یو شمېر افغان سیاسیونو ترمنځ د روانو خبرو هرکلی کړی دی.
عبدالله عبدالله هیله څرګنده کړې چې د قطر له مذاکراتو وروسته به له طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې پیل شي.
هغه ویلي، افغانان او د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو په شمول، د ټاکنو ترسره کېدو ته چمتووالی لري.
نوموړي څرګنده کړې چې راتلونکې ټاکنې باید شفافې ترسره شي.
Leave a Reply