عبدالله وایی له ترهګرو سره سوله نه کوو

گلمرجاند ملي یووالي حکومت اجراییي رییس عبدالله عبدالله وایي چې افغانستان ښې ورځې په مخکې لري. عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال ووییل د افغانستان حکومت د سولې ملاتړی دی، خو له ترهګری سره نه، هغه وویل که ترهګري د طالب او یا داعش په نوم وي دوی به ور سره خپله مبارزه وکړي.

ډاکتر عبدالله وايي چې افغانان ښې ورځې په مخ کې لري ځکه چې په وینا یې د ملي یوالي حکومت د هغې سولې ملاتړ کوي چې د ټولو وګړو حقوق پکې خوندي وي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د تګلارې د موندلو په هکله په اسلام اباد کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوه او ټاکل شوې چې دویمه غونډه به ډير ژر په کابل کې جوړه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.