عبدالله: که نفوس مو د چین وای، د ټاکنو پایلو ته تر قیامته تمه کېدو

عبدالله: که نفوس مو د چین وای، د ټاکنو پایلو ته تر قیامته تمه کېدو

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ملنډیزه ژبه ویلي: که د افغانستان نفوس د چین د نفوس قدر وای، ممکن د ولسي جرګې پایلې به د قیامت په  ورځ اعلان شوې وای.

اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي، چې د ټاکنو د پایلو اعلان ډېر وځنډېده او د ولس حوصله یې تنګه کړې ده.

هغه ویلي (په ۲۰۱۴ کال کې یو کس ویلي، چې که د افغانستان نفوس لکه د چین هومره وای، نو ښايي د ټاکنو پایلې د قیامت په ورځ اعلان شوې وای). نوموړي داسې مهال د ټاکنو کمیسیون پر کړنو ملنډې وهلې، چې تېره ورځ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ټاکنو کمیسیون، فاسد، کمکاره او بې ظرفیته وباله.

Leave a Reply

Your email address will not be published.