عبدالله: یو شمېر هېوادونه غواړي افغانستان مزدور نظام ولري

عبدالله: یو شمېر هېوادونه غواړي افغانستان مزدور نظام ولري

 

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي: د سیمې یو شمېر مخرب هېواودنه نه غواړي چې افغانستان پیاوړی نظام  ولري، بلکې د هغوی موخه دا ده چې افغانستان یو مزدور نظام ولري.

هغه د سولې بهیر ته په اشارې ویلي: طالبانو تر اوسه له اسلامي امارت پرته بل هېڅ نه دي مطرح کړي او نه هم څه لري.

عبدالله عبدالله ټينګار کړی چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د تل پاتې اوسېدو مسله هېڅ وخت نه ده مطرح شوې او نه هم ورسره څوک دا مني.

اجراییه رییس ویلي: ممکن نیمايي امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه  ووځي؛ خو تاسو ګورئ چې له کلونو راهېسې ترهګرۍ سره مبارزه افغان ځواکونه په یوازې ځان مخ ته وړي.

هغه دا هم  ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل په دې مانا نه دي چې نړویوال به مونږ سره همکاري پرې کوي، بلکې د هغوی همکاري به عادي روانه وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.