عراقچي ولسمشر ته راپور ورکړی دی

عراقچي ولسمشر ته راپور ورکړی دی

 

ولسمشر غني نن سهار د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیدعباس عراقچي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دولت په دولت هراړخیزه اړیکو د ارزښت، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او  چابهار بندر څخه د غوره استفادې د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، طالبانو سره د ایراني مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه جمهوررئیس غني ته راپور ورکړ او د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې د تداوم په اړه د خپل دولت د تعهد د دوام ډاډ ورکړ.

دغه راز په دې کتنه کې د موثرو پایلو د ترلاسه کولو په موخه په ټولو ابعادو کې پر لازیاتې کاري همغږۍ هم ټینګار وشو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.