عراق کې د امریکا پرضد لاریون وشو

عراق کې د امریکا پرضد لاریون وشو

محور: سه شنبه، د مرغومي۱۰مه
له هغه وروسته چي د امریکا متحده ایالاتو په عراق کې د یوې وسله والې ډلې پر ضد هوايي بریدونه وکړل او درنه مرګ ژوبله یې ور واړوله، په دغه هیواد کې د امریکا پرضد غبرګونونه را پورته شوی دي. نن په عراق کې د دغه برید په غبرګون کې لاریونونه وشول. د راپورونو له مخې سلګونه لاریون کوونکو نن په پلازمینه بغداد کې د امریکا سفارت مخې ته راټول شول او د امریکا ضد شعارونه یې ورکړل. دوی وایي په خپل هېواد کې د امریکا د حضور مخالف دي او امریکایی سرتیري باید د دوی له هیواده ووځي. بلخوا یو شمیر لودیځو رسنیو ویلي چې په عراق کې امریکايي سفیر او نور دپيلوماتان له سفارت وتلي دي. د سرچینې په خبره دغه کسان امن ځای ته لېږدول شوي او هڅه کېږي چې لاریون کنټرول کړل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.