عرب نیوز: د طالب بندیانو خوشې کول روغې جوړې سره مرسته کوي

عرب نیوز: د طالب بندیانو خوشې کول روغې جوړې سره مرسته کوي

عرب نیوز په خپله تازه مقاله کې ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان د افغان حکومت له زندانونو د بندیانو خوشې کول به روغې جوړې ته لاره هواره کړي.

مقاله کاږي چې د بندیانو خوشې کول واک ته د ولسمشر غني له رسېدو تر دې دمه تر ټولو لوی او بریالی ګام دی.

ولسمشر غني هم وړمه ورځ ویلي و چې خوشې شوي طالب بندیان به د سولې سفیران شي.

د حکومت لخوا د طالب بندیانو خوشې کېدو که څه هم ځینې غبرګونونه هم لرل؛ خو د حکومت دغه ګام طالبانو او امریکا ستایلی او هغه یې د سولې بهیر سره د مرستې په مانا بللی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.