عطامحمد نور رښتيا هم دومره زورور دى ؟

عطامحمد نور چې د جمعيت ګوند اجرايي رييس او په شمال كې د اقتصادي مافيا ترټولو مهمه څيرده ده وايي حكومت نه شي كولاى دي به زور ګوښه كړي. عطامحمد نور په هغو واليانو كې راځي چې ولسمشر محمداشرف غني د يوه حكم په ترڅ كې سرپرستان كړل، خو له هغه وخت ډيره موده تيره شوې  او تراوسه هم عطامحمد نور خپله دنده پرمخ وړي.

محمد اشرف غني د خپل ټاكنيز كمپاين پرمهال هم غوره كړې وه چې په بلخ كې به د عطامحمد نور امپراطوري را نړوي، خوتراوسه هم نه دى توانيدلى دا چې لامل يې څه دى تراوسه هغه په دې اړه څه نه دي ويلي. له كله چې په مزارشريف كې د جمعيت ګوند د ملاتړو له خوا د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم انځور څيرې شونو د شمال په څو ولايتونو كې خلكو له حكومت وغوښتل چې عطامحمد نور بايد له دندې ګوښه شي.

عطا نور د ايران سفارت

اوس عطامحمد نور وايي حکومت یې په زور له دندې نه شي ګوښه کولای او تر هغو به د بلخ د والي په توګه پاتې وي، چې د بلې دندې وړاندیز ورته نه وي شوی. نور له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، ولسمشر غني باید دی د والي په توګه ومني. هغه زیاته کړې، تر هغې وروسته چې دی یو ځل بیا په رسمي توګه د بلخ د والي په توګه ونومول شي؛ د خپلې دغې دندې په اړه به غور وکړي.

نوموړي ویلي، که هغه مهال اړتیا وه، دی حاضر دی چې دنده پرېږدي، خو ټینګار یې کړی، چې حکومت یې په زور له دندې نه شي ګوښه کولای.

د ویلو ده چې ولسمشر اشرف غني د خپلې کاري دورې په پېل کې د عطاء محمد نور په ګډون د ټولو ۳۴ ولایتونو والیان له دندو ګوښه او هغوی یې د سرپرست والیانو په توګه ونومول. د ملي یووالي حکومت تر هغې وروسته ګڼو ولایتونو ته نوي والیان وټاکل خو عطا محمد نور لا هم پر خپلې چوکۍ پاتې دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.