عطامحمد نور غواړي د شمال مسله قومي كړي

عطانورپه شمال كې ازبيك توكمي وايي له تاجيكانو سره هيڅ كومه ستونزه لري، بلكې موخه يې د عطامحمد نور توكم پالنه او توكميز چلند دى چې په دغه ولايت كې يې له نورو قومونو سره كوي. دا كسان وايي عطامحمد نور غواړي خپل توکمیز سیاست حاکم او په بلخ كې د ازبيكو، پښتنو، هزاره ګانو او نورو قومونو معنوي نښې ختمې كړي.

د دغه كسانو له قوله تاجيكان بايد په دې پوه وي چې له خپلو ارزښتونو څخه د دفاع د نورو قومو سپكاوى نه دي بلكې موخه يې د عطامحمد نور د ناقانونه كړنو مخنيوى دى. په بلخ كې د عطامحمد نور استبدادي كارونو بيلګې له شمير وتلې، خو يو شمير يې په دې ځاى كې يادوو.

طامحمد نورپه بلخ كې  د الوغ بيك په نام د يوه ښوونځي نوم بدل او په خپل نامه يې كړ، د مزارشريف ښار په زړه كې يې د حضرت نوايي مجسمه ماته او په مخ يې كثافات وروشيندل شول، هغه كتيبه ليرې او پرځاى يې د عطامحمد نور انځور او سوانح حك شول چې د متين اندخويي په قلم په ازبيكي ژبه  د سلطان حسين بايقرا په اړه ليكل شوې وه او د روضې په داخل كې ځاى پرځاى شوې وه.

بلخ ميشتي ازبيكان وايي  عطامحمد نور پوځي ليكو ته د جلب او جذب پروخت پوځي ادارو ته ويلي چې نور قومونه او په تيره بيا ازبيك او تركمنان استخدام نه كړي، دوى  وايي كله چې د ولسي جرګې په تيرو ټاكنو كې ابراهيم غضنفر ځان ونوماوه دا چې ازبيك توكمه دى د عطامحمد نور وسله والو د ټوپك په زور يې رايې صفر كړل شوې.  دوى وايي عطامحمد نور په بلخ كې د پوهنې رياست له خوا د اوزبيكي كتابونو د ويش مخه نيولې ، كه څه هم د  ښوونځي د لومړى او منځني دورې له پاره دا كتابونه  چاپ شوي دي.

داكسان وايي د بلخ په دولتي ادارو كې ۹۷ سلنه اوزبيك ، پښتانه ، هزاره ګان او تركمنان له ادارو ايستل شوي او د مهمو ادارو رييسان له تيرو ديارلسو كلونو چې د عطامحمد نور كسان دي دنده اجرا كوي.  د حنان شريفي په نامه يو اوزبيك توكمى وايي تاجيك وروڼه بايد په دې برخه كې له دوى سره دريدلي واى نه داچې د عطامحمد نور د نامشروع كړنو ننګه كوي، د هيواد په شمال كې په ډيرو سيمو كې واټونه او څلور لارې د سعدي، فردوسي او نورو نومونو نومول شوې، خو دوى چې ډير يې ازبيكان دي هڅكله يې پرضد نه دي پاڅيدلي او نه يې هم د دغو مشاهيرو مجسمې نړولې دي.

داڅرګندونې په داسې حال كې كيږي چې عطامحمد نور ازبيكانو ته خبردارى وركړى چې كه د جمعيت ګوند مشرانو د عكسونو پروړاندې همداسې سپكاوى وكړي نو د نورو ولايتونو او په ځانګړې توګه كوهدامن خلك به هم را پورته شي.

هغه ادعا كړې چې دا كسان تراوسه ده كينولي كه نه وختي به يې غبرګون ښودلى دى. خو د شمال ازبيكان وايي چې له لاريونو او اعتراضونو يې موخه د عطامحمد نور د سياستونو سره مخالفت دى او له تاجيكانو سره كومه ستونزه نه لري. عطامحمد نور غواړي چې د خپلو شخصي ګټو د ساتنې په موخه دا مسله قومي كړي او په شمال كې  شوي كارونه د تاجيكانو پرضد وشميري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.