عطامحمد نور وايي په افغانستان كې د داعش مخه ونيسئ

عطانورد بلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور وايي كه په افغانستان كې د داعش مخه ونه نيول شي نو ډير ژر به خپلې موخې ته چې د منځنى آسيا هيوادونه دي لاره ومومي. هغه چې نن يې په مزارشريف كې د افغانستان او منځنۍ آسيا هيوادونو ترمنځ د خبرو نړيوال كنفرانس ته خبرې كولې وويل چې له افغانستان سره د منځنى آسيا د هيوادونو اړيكې بايد ټينګښت ومومي.

په دې كنفرانس كې د افغانستان، ايران، تاجكستان، تركنستان، ازبكستان، قرغزستان او قزاقستان استازو برخه اخيستې ده.

د جمعيت ګوند اجرايوي رييس او د بلخ ولايت سرپرست خبردارى وركوي كه د ترهګرۍ، افراطيت، نشه يي توكو او داعش پروړاندې مبارزه كې همكاري ونه شي  نو داعش به  د افغانستان په شمال كې ځاى پرځاى په شمال كې ځاى پرځاى او اصلي موخې ته چې منځنى آسيا ته ورسيږي.

بلخهغه وايي بايد په دې برخه كې فرصتونه ضايع نه كړو او د دې ناستې ګډونوال له افغانستان سره په دې برخه كې د همكارې په اړه يوه كړنلاره وړانديز كړي.

دا كنفرانس  د افغانستان د ستراتيزيكو مطالعاتو د مركز له خوا  جوړ شوى د اقتصادي، فرهنګي او امنيتي اړيكو په پياوړتيا او لا ټينګښت خبرې كيږي.

د ناستې جوړونكي بلخ د منځنى آسيا له هيوادونو سره د نښليدو مهمه نقطه ګڼي او وايي دا ډول ناستې به د دې هيوادونو اړيكي لاټينګې كړي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.