عمراخان په اعدام محكوم شو

د ننګرهار محکمهپه ننګرهار كې يوې لومړنۍ محكمې  هغه شخص په اعدام محكوم شو چې نيژدې يوه مياشت مخكې يې د خپل تره په شمول د هغه د كورنۍ اته غړي وژلي وو. عمرا خان چې په اعدام محكوم شوى د محمد يوسف وراره دى چې په اصل كې د پكتيا د ځاځيو ولسوالۍ اوسيدونكى و.

هغه د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اته غړي په ډزو وژلي وو.

په دغه پيښه كې د کورنۍ مشر محمد یوسف، د هغه میرمن، د هغه یو زوی او پنځه لورګانې د عمراخان له خوا وژل شوې وې  او وروسته له سیمې تښتیدلي و.

د سیمې خلک وايي وژل شوي کس شخصي د ښمني نه درلوده او دننګرهار په هوايي ډګر کې یې د نجار په توګه دنده ترسره کوله.

Leave a Reply

Your email address will not be published.