عمران خان: افغانستان کې به نوی حکومت جوړ شي

عمران خان: افغانستان کې به نوی حکومت جوړ شي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان چې پرون يې د قبایلو مشرانو ته وینا کوله ویلي: افغانستان کې د سولې له خبرو ملاتړی دی او ډېر ژر به دغه هېواد کې یو نوی حکومت جوړ شي

عمران خان دا هم ویلي چې افغانستان ته د سولې په راتلو به سیمه کې هم ثبات تامین شي

بلخوا د عمران خان دغه څرګندونې بیا له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي

ټولنیزو رسنیو کې د عمران خان دغه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس  وهنه بلل شوې ده.

ډېری افغانانو په دې برخه کې له عمران خان د توضیحاتو غوښتونکي شوي دي.

یو شمېر نور بیا په دې باور دي چې پاکستان په افغانستان کې د یو لاس پوڅي حکومت د جوړېدو په لټه کې دی.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ ویاند هم ټینګار کړی و چې طالبان دوی له امریکا سره خبرو ته کېنولي دي.

قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې لا هم افغانانو ته ګونګې دي او په اړه يې جدي اندېښنه لري.

لکه څنګه چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې ویلي: زلمی خلیلزاد له افغانستان سره رښتینی نه دی او د سولې خبرو کې یې څنډې ته کړی دی.

له امریکا د وضاحت غوښتو په اړه د حمدالله محب وروستی دریځ له تود هرکلي سره مخ شوی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published.