ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو څوو ورځو به د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د طالبانو له یو شمېر مشرانو سره وګوري.
پاکستانیو رسنیو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د لومړي مرستیال نعیم الحق له قوله لیکلي، په دې نږدې ورځو کې به عمران خان له طالبانو سره وګوري او پر افغان سوله به ورسره خبرې و کړي.
د راپور له مخې، د افغانستان حکومت هم له طالبانو سره د عمران خان پر لیدو رضایت څرګند کړی دی.
پاکستانیو رسنیو همدا راز خبر ورکړی چې دغه هېواد ته د ولسمشر غني له سفر وروسته د کابل ـ اسلام آباد اړیکې ډېرې ښې شوې دي.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه ددې خبر په اړه څه نه دي ویلي
Leave a Reply