عمران خان وایې نواز شریف د ریاض کنفرانس ته د نندارې له پاره تللی وو

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، پاکستان بايد په پرديو جګړو کې ځان ښکېل نه کړي.
عمران خان په اسلام اباد کې يوه خبري کنفرانس ته وويل پاکستان بايد د ايران او سعودي تر مينځ د منځګړي رول ولري، ځکه د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ په جګړو کې ښکېلېدل د دې هېواد په ګټه نه دي.
ده د رياض ناستې ته په اشارې سره وويل، چې نواز شريف بايد په دې ناسته کې د ايران ملاتړ کړی وای، او که يې داسې نه کول نو بايد په دې کنفرانس کې يې ګډون نه وای کړی.
د ریاض په ناسته کې د سعودي او متحدو ايالتونو مشرانو ايران د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ. په دې ناسته کې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان هڅې وستايلې خو د پاکستان يادونه يې و نه کړه. د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان وويل، ټرمپ او د عربي هېوادونو مشرانو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان هڅو ته ارزښت ور نه کړ او لومړي وزير نواز شريف هم يوازې ننداره کوله.
د ايران او پاکستان اړيکې له هغې وروسته، چې د پاکستان د پوځ پخوانی مشر راحيل شريف د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد د نړيوال ائتلاف د قومندان په توګه وټاکل شو، د بل هر وخت په پرتله ترېنګلې شوې دي. عمران خان وايي، نواز شريف بايد د دې ترينګلتيا د کمولو لپاره د رياض په ناسته کې د ايران ملاتړ کړی وای او د پاکستان د خلکو دا پيغام يې، چې دوی ته ټول هېوادونه د قدر وړ دي تر نړیوالو رسولای وای.

Leave a Reply

Your email address will not be published.