عمران خان کابل ته راځي

عمران خان کابل ته راځي

محور؛ دوه نۍ، د زمري میاشتې اوومه: د پاکستان ‘ده نېشن’ ورځپاڼه راپور ورکوي چې ښايي لومړی وزیر عمران خان په نږدې وخت کې کابل ته لاړ شي تر څو هلته د سولې پروسې په برخه کې مرسته وکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان یوه نږدې همکار ‘ده نېشن’ ته وویل چې ښاغلي خان واشنګټن ته په خپل سفر کې د امریکا ولسمشر ټرمپ سره ژمنه کړې چې په افغان سولې پروسې کې ‘لاډېر مثبت’ رول ولوبوي.

یو بل پاکستانی لوړپوړی چارواکی وایي چې پاکستان ته د ولسمشر غني وروستی سفر د دواړو هېوادو تر منځ د اړیکو د ښو کېدو لامل شوی دی. هغه زیاته کړه چې عمران خان نیت لري افغانستان ته سفر وکړي.

هغه وویل چې د سیمه ایز ثبات په پار به د افغانستان او پاکستان تر منځ په لوړه کچه اړیکې موجودې وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.