غزني كې د نوي ښاروال په ملاتړ لاريون وشو

د غزني سلګونو اوسېدونکو د دغه ولايت د نوي ښاروال په ملاتړ لاريون وكړ او د کابل- کندهار لويه لاره يې څو ساعته راهيسې د ترافيکو پر مخ  وتړله.  شاوخوا دوه اونۍ وړاندې نصير احمد لليزى د غزني د نوي ښاروال په توګه وګومارل شو خو د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو ورسره مخالفت وکړ او د هغه د لرې کېدو غوښتنه يې وکړه.

له نوي ښاروال سره مخالفو کسانو له تېرو شپږو ورځو راهيسې ښاروالۍ ته څېرمه  خېمه درولې او د ښاروال د لرې کېدو غوښتنه کوي. خو نن د دغه ولايت سلګونو اوسيدونكو د نوي ښاروال په ملاتړ لاريون وكړ.  لاريون كوونكي وايي: ((له نوي ښاورال سره قومي تعصب روان دى، موږ همدغه ښاروال غواړو.))

دوى وايي لاريون کوونکو د کابل- کندهار لويه لار د غزني ښار د پښتون اباد په سيمه کې څو ساعته تړلې وه.  د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم اميري هم  وايي لاريون کوونکو له څو ساعتونو راهيسي د کابل- کندهار لويه لار تړلې ده. ده وويل، سره له دې چې لاريون سوله ييز دى خو لويه لاره بايد د خلکو پر مخ پرانيستل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.