غزني کې د کومانډویانو عملیات؛ د ملا رحیم په نوم مشهور قوماندان يې وژلی

غزني کې د کومانډویانو عملیات؛ د ملا رحیم په نوم مشهور قوماندان يې وژلی

غزني کې تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو د طالبانو په یوه مرکز چاپه وهلې ده.

 

امنیتي سرچینې وايي، کومانډو ځواکونو د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې عملیات کړي چې په نتیجه کې يې د ملا رحیم په نوم ددې ډلې  یو مشهور قوماندان په شمول، ۳۰ طالبان وژل شوي دي.

 

د سرچینې په وینا، کومانډویانو د جګړې له ډګره درې طالبان ژوندي له ځانه سره راوستي دي.

 

وړمه ورځ هم د زابل لپاره د طالبانو نظامي مسوول، د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال وژل شوی و.

 

د غزني امنیه قوماندان تېره ورځ ویلي: د غزني ولایت درېیو ناامنه ولسوالیو ته يې د طالبانو د بریدونو شنډولو په هدف تازه دمي کومانډو ځواکونه لېږلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.