غزني کې موټر بم برید؛ زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي دي

غزني کې موټر بم برید؛ زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي دي

د غزني ولایت په مرکز ښامیر کلا سیمه کې نن سهار د ملي امنیت ځواکونو پر درېیمې حوزې موټر بم برید شوی چې زیاتو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

یاد موټر بم برید کې له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۹۰ سلنه یې د ښوونځي زده کوونکي دي.

سرچینو ویلي، په دغه چاودنه کې د ملي امنيت دوه تنه سرتېري شهيدان شوي او پنځه نور ژوبل دي، ۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي او له ۸۰ زیات ټپیان دي.

طالبانو د برید مسوولیت منلی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.