غزني کې ناپېژانده کسانو یو ښوونځی سوځولی دی

غزني کې ناپېژانده کسانو یو ښوونځی سوځولی دی

د غزني ولایت په مرکز اړوند نو اباد سیمه کې ناپېژانده وسله والو یو ښوونځی سوځولی دی.

 

د غزني د پوهنې ریاست مسوولین وايي، دغه ښوونځي کې ۷۰۰ زده کوونکي په ز ده کړو بوخت و.

 

ښوونځی له ښار اووه کېلو مټره لیرې دی چې تېره شپه سوځول شوی دی.

 

تر اوسه نه ده مالومه چې ښوونځی چا سوځولی دی، خو مسوولینو ویلي چې په اړه یې څېړه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.