غزني کې ځانګړو ځواکونو پر طالبانو چاپه وهلې ده

غزني کې ځانګړو ځواکونو پر طالبانو چاپه وهلې ده

افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه د غزني ولایت د زنخان ولسوالۍ په ګوګر سیمه کې د طالبانو په یو مرکز چاپه  وهلې ده.

 

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، عملیاتو کې لس طالبان وژل شوي دي او اته نور ټپیان دي.

 

د چارواکو په خبره، د عملیاتو پر مهال د طالبانو د وسلو یو مرکز له منځه وړل شوی دی او ځینې سپکې او درنې وسلې يې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

 

چارواکو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې یادونه نه ده کړې.

 

طالبانو هم تر اوسه د ترسره شویو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي

Leave a Reply

Your email address will not be published.