د غزني په ملكي روغتون كې يو نوى زږيدلى ماشوم ورك شوى. د دغه ماشوم كورنۍ په خپل ماشوم پسې ګرځي ترڅو په روغتون كې يې ومومي. د دغه ماشوم بابا محمد یاسین وایی د يكشنپه په شپه يې ماشوم ترزږيدلو وروسته ترى تم شوی او بیا یی نه دی لیدلی. نوموړى د روغتون له مسولينو غواړي چې ماشوم يې ورته پيدا كړي.
خو د روغتون مسولين په داسې حال كې چې د ماشوم وركيدل مني وايي په دې اړه څيړنې دوام لري او تربشپړيدو مخكې څه نه وايي. ښایي دا لومړی ځل وي چې یو نوی زږیدلی ماشوم په کې ورکیږي.
Leave a Reply