غزني کې ۱ طالب ډلمشر ونیول شو

غزني کې ۱ طالب ډلمشر ونیول شو

غزني کې د طالبانو ډلې یو سرګروپ او ورسره یوعراده رنجر نیول شوي دي.

 

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تیره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په خواجه خیل کلي کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې یو طالب سرګروپ نیول شوی او له کور څخه یې یو عراده رنجر او یو عراده موټر سایکل چې غوښتل یې د تروریستي پیښو لپاره په کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي، د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

 

د عملیاتو په ترڅ کې یو طالب وسله وال وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی؛ خو امنیتي ځواکونږ او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.