غزني کې د افغان ځواکونو د تازه عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ طالبان وژل شوي دي او ۱۱ نور ټپیان دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي، عملیات د افغان ځواکونو لخوا د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ په کروسای کلي کې شوي دي چې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته په کې زیان نه دی اوښتی.
د سرچینو په خبره، عملیاتو کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان سرتېرو لاس ته ورغلې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه ددې عملیاتو او د تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
Leave a Reply