غلام ناصر خاضع د غور د والي په توګه وټاكل شو

غلام ناصر خاضعد محلي ارګانونو خپلواكه اداره وايي چې د دغې ادارې په وړانديز او د  ولسمشر محمداشرف غني په منظورۍ غلام ناصر خاضع  د سيما جوينده ځاى ناستى ټاكل شوى دى. د غور نوى والي د هرات اوسيدونكى او د ولسمشرۍ په تيرو ټاكنو كې په دغه ولايت كې د عبدالله عبدالله د كمپاين مشر و. سيما جوينده چې د غور والي وه د كابل ولايت د مرستيالې په توګه ټاكل شوى ده.

تر دې وړاندې سيما جوينده ويلي وو چې د دغه ولايت مرستيال، مستوفي او يو شمير نور چارواكي يي څارنوالۍ ته د مالي فساد له امله معرفي كړي دي. تيره ورځ په غور كې د ولسمشر د دې ټاكنې په غبرګون كې خلكو لاريون وكړ او له ولسمشر يې وغوښتل چې خپله پريكړه بيرته واخلي.

تر دې وړاندې په غور كې يو شمير خلكو د سيما  جوينده پرضد هم لاريون كړى او له حكومت يې غوښتي و چې نوموړې له دندې ليرې كړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.