غني: افغانستان به تر ۲۰۲۴ کاله خپل صادرات ۸ میلیارد ډالرو ته لوړ کړي

غني: افغانستان به تر ۲۰۲۴ کاله خپل صادرات ۸ میلیارد ډالرو ته لوړ کړي

ولسمشر غني نن د سوداګرۍ سرپرست وزیر او یو شمېر نورو سوداګرو سره کتلي دي.
ولسمشر ویلي: خصوصي سکتور سره د ښې همکارۍ او نږدې کار په پایله کې به افغانستان تر ۲۰۲۴ کال پورې خپل صادرات اته میلیارد ډالرو ته لوړ کړي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، د افغانستان د پوهنتونو له ظرفیتونو څخه تراوسه اساسي استفاده نه ده شوې. هغوی باید د دولت په طرحو کې د سلاکارۍ او اجرائیوي رول ولري، ترڅو اساسي بدلون رامنځته شي. هغه زیاته کړه، ښاروالۍ باید په ځواب ویونکو بنسټونو بدلې شي او ښاریان په لنډ وخت کې اساسي بدلونونه وویني.
جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، زموږ معمارۍ باید زموږ اسلامي او ملي فرهنګ منعکس او ښارونه زموږ د فرهنګ استازیتوب وکړي. هغه زیاته کړه، اسلامي او ملي ارزښتونه زموږ د تداوم بنسټونه دي او په تېرو څلورو کالو کې چې د جوماتونو جوړولو او بیارغاونې ته څومره پاملرنه شوې، د افغانستان په تاریخ کې بېسارې ده. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر اجمل احمدي د جمهور رئیس غني له باور څخه په مننې وویل، خصوصي سکتور سره همکاري، په صادراتي هیواد د افغانستان بدلول او د صنعت د ودې ملاتړ، هغه درې اصول دي، چې وزارت به ورته اساسي پاملرنه وکړي.

ښاغلي احمدي وویل، په ۲۰۱۹ کال کې یو ملیارد ډالرو ته د صادراتو لوړول، د سوداګرۍ ودې ته پاملرنه،په نویو برخو کې د پانګونې زمینې برابرول، د صنعت سکتور سره همکاري او اصلاحات یې مهم لومړیتوبونه دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.