غني او کرزي پر ځینو مهمو مسایلو خبرې کړي

غني او کرزي پر ځینو مهمو مسایلو خبرې کړي

ولسمشر محمد اشرف غني له مخکېني جمهور رییس حامد کرزي سره کتلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو پر امنیت، ټاکنو سولې بهیر او ځینو نورو مهمو موضوعاتو بحث کړی دی.

ارګ د لیدنې نور جزییات نه دي ورکړي.

ولسمشر او حامد کرزی پر داسې مهال سره ګوري چې تېره شپه د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ له عمران خان سره د لیدنې پر مهال ویلي، که وغواړي افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولای شي.

ولسمشر غني او حامد کرزي د ټرمپ خبرې سختې غندلې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.