غني: د جګړې کیلي اسلام آباد کې ده

غني: د جګړې کیلي اسلام آباد کې ده

ولسمشر محمد اشرف غني نن د لویې جرګې تالار کې د ځوانانو د سولې مشورتي کنفرانس ته د وینا پر مهال ویلي، ټاکنیزو کمېسیونونو کې به پراخ اصلاحات ر اځي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو رای اچوونه به په بای مټریک سیسټم ترسره کېږي.

هغه د ولسمشرۍ نوماندانو ته په اشارې ویلي، چې نوماندان دې د سولې اړوند خپلې طرحې او وړاندیزونه  ورسره شریک کړي.

د غني په خبره، راتلونکې ټاکنې باید په پوره روڼتیا ترسره شي او پایلې يې هم په دوه ورځو کې روښانه شي.

ولسمشر غني ټینګار کړی چې د افغانستان د جګړې کیلې اسلام آباد، کویټې او راولپېنډۍ کې ده.

د ولسمشر په وینا، د لږکیو ترمنځ د سولې خبرې به پایله  ورنه کړي، مونږ سوله غواړو، خو تل پاتې سوله.

ولسمشر ویلي چې نړیوال بنسټونه د سولې برخه کې کافي تجربه نه لري.

د هېواد ولسمشر ویلي: دا چې ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ ساعته کار کوي، لامل يې دا دی چې پخوانیو واکمنانو ۲۴ ساعتونو کې ۲ ساعته کار کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.