غني د جیو خبریال ته: د علامه اقبال پر مقبرې کارېدلي مرمر د افغانستان دي

غني د جیو خبریال ته: د علامه اقبال پر مقبرې کارېدلي مرمر د افغانستان دي

ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له جیو ټلویزیون سره په خپله مرکه کې ویلي، پاکستان کې د علامیه اقبال پر مقبرې لګېدلي مرمر د افغانستان د  هرات ولایت چشت شریف دي.

د هېواد ولسمشر د مرکې په جریان کې د جیوز ټلوېزیون خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې د کوم هدف په خاطر مو پاکستان ته سفر کړی و ویلي، زه یوازې د افغانستان د ملي ګټو استازیتوب کوم.

هغه څرګنده کړې چې د پاکستان داخلي بد وضعیت زه دې پایلې ته ورسولم چې باید له دغه هېواد سره بیا ځلي کار پیل کړم.

ولسمشر ټینګار کړی، که چېرې مونږ په سیمه ییزه کچه له یو بل سره همکاري ونه لرو، مونږ به راتلونکي کې بایلونکي و اوسو.

د هېواد جمهو رییس د جیو نیوز خبریال ننګولی چې ګواکې د کراچۍ بندر کې پراخ فساد موجود دی.

ښاغلي غني زیاته کړې، د طورخم او او سپین بولدک بندرونه راباندې وتړئ، بیا به وګورئ چې کابل کې مونږ له قحطۍ سره نه مخ کېږو، ځکه نورې لارې او بندرونه مو موندلي دي.

هغه ټینګار کړی چې سوداګري باید له سیاست بېله شي.

د ښاغلي غني په خبره، مونږ د لاجوردو لار پرانېسته او پلان لرو چې چین ته تللې د ورېښمو لار هم پرانیزو.

ولسمشر په ټینګار سره ویلي، زه نه غواړم افغانستان پر بهرنیو مرستو اباد کړم، مونږ خپله زښته زیاتې سرچینې لرو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.