غني: د صالح د هڅو بهیر دې لا ګړندی شي

غني: د صالح د هڅو بهیر دې لا ګړندی شي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه بهیر چې د امرالله صالح د مدیریت پر مهال پېل شوی وو باید دوام ومومي او ترڅنګ دې پرېکړې له فردمحورۍ څخه پر بنسټ محورۍ بدلې شي.

ولسشمر ویلي، په کورنیو چارو وزارت کې به د مدیریتي اجماع بهیر له شاتګ پرته دوام ومومي او د ملي امنیت سلاکار  ډاکټر حمدالله محب به د نوي وزیر تر ټاکلو پورې د کورنیو چارو وزارت چارې سمبالوي. هغه زیاته کړه، په کورنیو چارو وزارت کې له دفاعي څخه په تعرضي حالت د اوښتو په موخه واحده اجماع رامنځته شوې ده.

هغه کورنیو چارو وزوارت ته لارښوونه وکړه چې په وزارت کې دې د ټاکنو د امنیت د مدیریت په موخه یو کاري ګروپ ایجاد او د ټاکنو د امنیت لپاره دې هراړخیز ترتیبات ونیول شي.

جمهوررئیس غني د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو، د ځانګړو ځواکونو د وضعیت د تغییر او د لویو ښارونو او  لارو د امنیت پرتامین ټینګار وکړ وې ویل، د ملي اردو په همکارۍ دې د لویو لارو امنیت تامین شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.