غني: د مسکو غونډې ګډونوال اجرايي واک نه لري

غني: د مسکو غونډې ګډونوال اجرايي واک نه لري

 

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي: د مسکو غونډه یوازې یوه کیسه ده او ګډونوال يې هېڅ اجرایيي واک نه لري.

ولسمشر وايي، واشنګټن د افغانستان سټراټېژيک ملګری دی او زیاتې هڅې روانې دي چې له سوله ییزې لارې د افغانستان ستونزې حل ته ورسېږو.

هغه ټینګار وکړ چې د افغان حکومت له استازو پرته به د سولې هېڅ راز تړون  ورته د منلو وړ نه وي او د سولې لپاره له خپل ځان هم تېر دی.

ولسمشر یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د ګندمک په څېر تړون به څوک پرې لاسلیک نه کړي.

د هغه په وینا، د مسکو غونډې ګډونوال چې هر چېرې سره خبرو ته کېني، خو چې د افغان حکومت استازی په کې نه وي، د افغانستان په وضعیت به هېڅ تاثیر ونه کړي.

ولسمشر وویل چې مونږ باید له تاریخ زده کړو بیا قضاوت وکړو.

د ولسمشر په خبره، د ملت عزت د دولت عزت دی، نه باید د دولت عزت تر پښو لاندې شي.

د هېواد ولسمشر خبرداری ورکړ چې سوله باید ټاکنو سره ونه تړل شي، ځکه ټاکنې جلا ملي مسله ده.

ښاغلي غني یو ځل بیا د شېر محمد عباس ستانکزي خبرو ته په غبرګون کې وویل: زه د افغانستان جمهور رییس یم، له امنیتي بنسټونو په ځانګړې توګه له امنیتي او  دفاعی ځواکونو ساتل او د هغوی خوندیتوب زما مسوولیت دی.

ولسمشر ټینګار وکړ چې د سولې هر راز هڅې باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

هغه  وویل: طالبانو له هغوی سره د سولې تړون لري چې د جګړې لپاره امکانات او پیسې ورکوي.

د ولسمشر په خبره، زه به هېچاته اجازه ورنه کړم چې د افغانستان طیارې او ټانکونه یو ځل بیا کباړ او پر ګاونډیانو یې وپلوري.

د هېواد ولسمشر وویل، چې زه د بې نظمۍ او ګډوډۍ خنډ یم، د اساسي قانون د له منځه تللو مانع یم او د وینا خپلواکۍ ته درناوی لرم.

ولسمشر وویل چې پاکستان ته مو په اقتصادي ډګر کې ماتې ورکړه او اوس تاسو ګورئ چې نړیوالو پرې مرستې زښته زیاتې کمې کړي دي.

ولسمشر وايي، زموږ امنیتي ځواکونه اتلان دي، چاته اجازه نه ورکوو چې بیا مو الوتکې په پردیانو خرڅې کړي.

هغه ټینګار وکړ چې زموږ امنیتي سرتېري نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ ساتونکي دي.

ولسمشر وايي، د ملي ځواکونو منحلول، خوب دی، خیال دی او محال دی

د هغه په وینا، افغانان لنډمهالی حکومت نه غواړي، سل په سلو کې به ولسمشریزې ټاکنې کېږي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.