غني: ستاسو تورې ثباته کړه چې د ولس د حرکت مخه څوک نه شي نیولای

غني: ستاسو تورې ثباته کړه چې د ولس د حرکت مخه څوک نه شي نیولای

ولسمشر محمد اشرف غني نن د شینوارو د قوم له مشرانو سره کتلي دي.

غني د شینوارو قوم مشرانو ته په خطاب کې ویلي:  تاسو د خپلې تورې، مېړانې او ژمنې له برکته دا ثابته کړه چې هیڅوک هم د ولس د حرکت مخه نشي نیولی.

ولسمشر د ملي امنیت عمومي ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو او زخمیانو کورنیو ته د رسیدګي لپاره ځانګړي ترتیبات ونیسي. همدارنګه یې د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته هدایت وکړ چې د ویجاړو شویو کورونو د تشخیص او د بیاجوړولو په موخه یې له خلکو سره د همکارۍ لپاره تخنیکي پلاوی واستوي.

هغه څرګنده کړې، د مالیې وزارت سرپرست ته مې لارښوونه کړې چې د ننګرهار شپږو زیانمنو شویو ولسوالیو سره د همکارۍ لپاره یوه اندازه بودجه ځانګړې کړي. هغه زیاته کړه، یادو ولسوالیو سره د همکارۍ لپاره به د معینانو یو پلاوی هم ولاړ شي.

محمد اشرف غني وویل، د شینوارو په ولسوالیو کې د ویجاړو شویو ښوونځیو، کلینیکونو او جوماتونو بیا رغاونې ته به لومړیتوب ورکړل شي. همدارنګه یې د ملي امنیت د عمومي ریاست لوی رئیس ته لارښوونه وکړه چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره په همغږۍ د تصفیه شویو سیمو د خوندیتوب لپاره په ګډه پلان ترتیب او تطبیق کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.