غني نن ولسمشرۍ ته نوملیکنه کوي

غني نن ولسمشرۍ ته نوملیکنه کوي

 

ټاکل شوې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه وکړي.

ولسمشر غني به نن ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ځي او هلته به له خپلو دوو مرستیالانو سره یو ځای ولسمشرۍ ټاکنو ته نوملیکنه وکړي.

له ولسمشر غني سره په ټاکنیز ټیکټ کې د کورنیو چارو پخوانی سرپرست وزیر امرالله صالح لومړی مرستیال او سرور دانش د دویم مرستیال په توګه حضور لري.

ویل کېږي چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله به هم ولسمشریزو ټاکنو ته نن نوملیکنه وکړي

د عبدالله لومړی مرستیال بابر فرهمند او بل يې د سولې عالي شورا د مشر کریم خلیلي زوی ښودل شوی دی.

اجراییه رییس سره په په نوي ټیکټ کې اجراییه ریاست هم شتون لري لري چې د هغه لپاره یې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی غوره کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.