غني: که بریالی شوم افغان سفارتونه به له اشرف زاده ګانو چاڼ کړم

غني: که بریالی شوم افغان سفارتونه به له اشرف زاده ګانو چاڼ کړم

د دولت جوړوونکي ټیم مشر ښاغلي محمد اشرف غني د خپل کمپاین په لومړی ورځ ویلي د تاریخ د نابشپړ فصل د بشپړولو له پاره په ځانګړې توګه د امان الله خان، داود خان، او موسی شفیق د تاریخ د فصلونو د بشپړېدو له پاره یې ځان نوماند کړی دی.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې پر جمهوري نظام ټینګار وکړ او ویې ویل موږ د مولانا، سنایې، بیدل، رحمان بابا، خوشحال خان خټک او نورو صوفیه طریقو میراث یو او باید خپل اصل ته وګرځو.

ده وویل، “تیر پنځه کاله پر نورو پورې تړلي وو خو په راتلونکو پنځو کلونو کې به ددې زمینه برابره کړو چې د خپلو کورنیو سرچینو څخه خپله داخلي قوه تمویل کړای شو. ده وویل ۵۰۰۰ کاله مو له ځانه دفاع وګړه او اوس هم توانیږو ویې کړو.”

غني وویل د تاریخي ودانیو او ځایونو په جوړولو سره غواړو افغانستان خپل تیر ویاړلي تاریخ ته وګرځوو.

غني د سولې پروسې په اړه وویل یوازې یو مشروع حکومت کولای شي سوله راولي، فرمایشي خلک سوله نشي راوستلای، افغانستان په بهرني سیاست کې دوه افغانستانه نشي کیدلای، له افغانستان نه به یو دولت استازیتوب کوي.

غني یې منتقدینو ته په اشاره وویل، دا چې د جوال خوله مې ورسره ونه نیوله شور یې جوړ کړ.

په بهرنیو هیوادونو کې یې د ډیپلوماټانو د تعین انتقادونو ته په اشاره وویل، نور به اجازه ورنه کړو چې بهرني سفارتونه له اشرف زاده ګانو ډک وي.

غني همدارنګه وویل د ملي وحدت حکومت یې ځکه رامنځ ته کړ چې وښیې موخه یې قدرت نه بلکې خدمت وو.

د یادولو ده چې د ولسمشرۍ له پاره د کمپاینونه نن یکشنبه د زمري په شپږمه په رسمي توګه پیل شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.