غني یو ځل بیا ځان ولسمشریز نوماند کړ

غني یو ځل بیا ځان ولسمشریز نوماند کړ

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته نوملیکنه وکړه

له غني سره ټیم کې امرالله صالح د لومړي مرستیال او سرور دانش د دویم مرستیال په توګه غوره شوي دي.

د ولسمشر غني د تېر ځل ټاکنو شعار بدلون او دوام و، خو اوسنی شعار يې په دولت جوړوونکی بدل شوی دی

ولسمشر له خپلې نوملیکنې وروسته رسنیو ته په وینا کې وویل، د افغانانو عزت په قوي دولت کې دی او زه به د قوي دولت جوړېدو لپاره هڅې لا ګړندۍ کړم

هغه خپلو مرستیالانو ته په اشارې وویل، امرالله صالح ملي ګټو ته ژمن دی او سرور دانش قانون کې تخصص لري.

ولسمشر زیاته کړه: افغانستان له تېرو ۴۰ کلونو کې ځکه له کړکېچ سره مخ دی چې یو قوي دولت نه لري.

هغه په زغرده ټینګار وکړ، چې غواړي د ستر غازي امان الله خان ناتکمیل فصل تکمیل کړي.

ولسمشر وویل: مونږ هوډ لرو چې د کوڅې عدالت پای ته ورسوو او دغه چاره قوي دولت ته وسپارو.

ولسمشر زیاته کړه، چې د نامشروع مصلحتونو وخت تللی دی

ښاغلي غني د سولې روان بهیر ته په اشارې وویل: افغانان تل پاتې سوله غواړي، خو د ګدایۍ او معاملې سوله نه.

ولسمشر وویل چې په امنیتي ځواکونو ویاړم او د هغوی په قربانیو هېڅ راز معامله ترسره نه شي.

نوموړي زیاته کړه، چې زما په راتګ غله تښتېدلي دي او په دویم دور راتګ سره به پاتې نور هم وتښتي.

ولسمشر وویل چې د ټاکنو د پایلو تر مالومېدو به ولسمشر وي او خپلو کارونو ته به دوام ورکوي.

هغه وايي، هیله لري چې د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې په یوه ورځ اعلان شي

ولسمشر وویل چې د سولې لپاره له خپله سره هم تېر دی

غني ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۴ م او وروستی نوماند و

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.