غوره لاره مذاكره نه بلكې پر پاكستان فشار دى

زلمي خليل زادپه افغانستان كې د امريكا پخوانى استازى او سفير زلمى خليلزاد وايي امريكا او افغانستان بايد پر پاكستان فشار راوړي چې په دغه هيواد كې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو د مخنيوي په موخه كوټلي ګامونه پورته كړي.

هغه  مقاله چې نيوزويك  خپره كړې  زلمى خليل زاد ليكلي  چې كابل او اسلام آباد بايد د سولې د خبرو پرځاى خپله ډيره پاملرنه دې ته واړوي  چې پاكستان ته قناعت وركړي چې د هغو ډلو او عناصرو پرضد اقدام وكړي چې په افغانستان كې په ورانكارو كارونو كې ښكيل دي.

خليل زاد وايي پاكستان په افغانستان كې د سولې په ټينګښت كې كليدي رول لري او بايد دا رول كه د حقاني شبكې او نورو طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي لامل نه شي نو د سولې خبرې به ګټه ونه لري.

په هغه ليكنه كې چې  زلمي خليل زاد او د افغانستان او پاكستان له پاره د امريكا بل پخواني ځانګړي استازي جميز دوبنز په ګډه ليكنه نيوزويك ته ليږلې راغلي د پاکستان  لوی درستیز راحیل شرف کابل ته په خپل وروستي سفر کې افغان چارواکو ته ژمنه ورکړه چې د طالبانو په مشرانو چې پاکستان کې دي فشار راوړي څو د سولې خبرې له سره پیل کړي.

د خلیلزاد او ډابنز په لیکنه کې ویل شوي چې واشنګټن او کابل باید د افغان حکومت د استازو او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو تمرکز کم کړي او پاکستان قانع کړي چې د ترهګرو ډلو مخه ونیسي.

خليل زاد او جيمز دابنز وايي: (په دې پړاو کې د پخلاینې د پر مخ بیولو لپاره په پاکستان د فشارونو زیاتوالی او دوام یواځینۍ مناسبه لار ده، داسې چې افغانستان د ترهګرو او بنسټ پالو لاسونو ته کینوځي.)

د دوي په وینا، طالبان ممکن په سویل او ختیځو سیمو کې د ځینو ولایتونو غوښتنه وکړي، چې د واشنګټن او کابل لپاره به د منلو وړ نه وي، ځکه ممکن هغوى نوې ترهګریزې اډې جوړې کړي، او د دغو اډو په کارولو د افغانستان د تجزیې او د کابل د نیولو لپاره استفاده وکړي.

دا دوه امريكايي دپلوماتان وايي: (د پاکستان د قانع کولو لپاره چې تاوتریخوالی کم شي، اړتیا ده چې امریکا په هغه هېواد دوامدار فشار راوړي،  په روان کال کې له پاکستان سره د امریکا د مرستو یوه ستره برخه باید په دې وتړل شي چې پاکستان  په خپله خاوره کې د حقاني شبکې او  طالبانو پناه ځایونه بند کړي.)

دغه دواړه پخواني امریکایی دیپلوماتان له امریکا غواړي چې د افغان ځواکونو تشې مشخصې او د له منځه وړلو لپاره یې اقدام وکړي او واشنګټن باید د طالبانو او داعش د ځپلو لپاره د نورو اضافي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو غوښتنه رد نه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.