فاریاب کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

فاریاب کې د طالبانو درنه مرګ ژوبله

کومانډو ځواکونو د فاریاب ولایت په ګرزېوان ولسوالۍ کې له تېرو څوو ورځو راهېسې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي

شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، ګرزېوان کې د کومانډو سرتېرو د عملیاتو پر مهال، ۷ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

چارواکو خبر ورکړی، چې ګرزېوان کې د طالبانو پټنځایونه له منځه تللي دي او لس کلي يې له طالبانو چاڼ کړي دي

بلخوا د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال، ۴ طالبان وژل شوي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.