فاریاب کې د طالبانو مهم قوماندان وژل شوی

فاریاب کې د طالبانو مهم قوماندان وژل شوی

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د عملیاتو پر مهال د طالبانو مخکښ قوماندان ابو طلحه له خپلو ۷ نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

علمیاتو کې ۵ نور طالبان ټپیان شوي او د نوموړې ډأې دوه میله دهشکې او دوه میلې پیکا له منځه وړل شوې دي.

بلخوا د پوځ سرچینې وايي، نن سهار افغان ګډون ځواکونو د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي، چې د عملیاتو موخه د مخالفینو له شتون ددغې ولسوالۍ تصفیه ده.

په همدې حال کې تېره ورځ د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې ۵ طالبانو چې غوښتل يې افغان ځواکونو ته د سړک غاړې ماین ځای پر ځای کړي، ماین پرې چاودنه کړې، ۱ طالب جنګیالی په کې وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي.

د غزني په اندړو ولسوال کې هم افغان هوايي ځواکونو د طالبانو یو مرکز بمبار کړی، چې په پایله کې يې ۵ طالبان وژل شوي دي او یو شمېر نور يې ټپیان شوي دي.

افغان پوځ خپل لوري ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه نه ده کړې او نه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.