فاریاب کې پر طالبانو مرګونی برید شوی

فاریاب کې پر طالبانو مرګونی برید شوی

د فاریاب ولایت په ګرزېوان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

شمال کې له ۲۰۹ شاهین قول اردو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې برید تېره شپه ترسره شوی دی، چې له امله یې  ۱۰ طالبان په کې وژل شوي دي او د قوماندان ولي په ګډون ۴ تنه نور ټپیان دي.

همدا راز د هوایي ضربو پر مهال د طالبانو درې پټنځایونه، زیات شمېر وسلې او دوه عرادې موټر يې له منځه تللي دي.

طالبانو بیا تر اوسه ددې ادعاوو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published.