د فاریاب ولایت په قیصار، ګرزیوان او خواجه سبز پوش ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۹ طالبان وژل شوي دي او ۱۳ نور ټپیان دي.
شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ راز زیان نه دی رسېدلی.
د مسوولینو په خبره، دې عملیاتو کې د طالبانو یو شمېر وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي او یو شمېر موټرسایلکونه یې هم له منځه تللي دي.
Leave a Reply