فرانسو اولاند: دداعش پرضد د روس، امریکا او فرانسې د ایتلاف اړتیا ده

فرانسو اولاندد فرانسې جمهور ریس فرانسو اولاند وړانديز کړی، چې د داعش پرضد د موثرې جګړې لپاره د واشنګټن، پاریس او مسکو دې ایتلافي طاقت جوړ کړي.

اولاند له اسپوتنیک اژانس سره په خبرو کې وویل: تصمیم لري له بارک اوباما او ولادیمیر پوتین سره د داعش پرضد د جګړې په نوي بڼه خبرې وکړي او د همغږۍ لپاره یوې واحدې پرېکړې ته ورسېږي.

ټآکل شوې اولاند د نوامبر په ۲۶ مسکو ته سفر وکړي او وايي د سفر هدف یې دادی چې په سوریه کې دداعش پرضد د جګړې په تړاو د امریکا او روسیې ترمنځ اختلاف راکم کړي. د فرانسې جمهور ریس له دې وړاندې د نومبر په ۲۴ امریکا ته ځي او هلته به هم د سفر اجندا په سوریه کې دداعش پرضد جکړه وي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ويلي، د روسیې او فرانسې بحري ځواکونه باید په سوریه کې دداعش پرضد د عملیاتو لپاره یوه شریکه طرحه ترکار لاندې ونیسي.

اولاند وايي، د پاریس بریدونو ته په کتو فرانسه عملاً له ترهګرۍ سره به جګړه کې کېوتې ده. ده وویل په سن دنیس کې بریدونه په ډاګه کوي چې موږ دې جګړې ته راکش کړل شوي یو‌: (( د داعش ترهګر سازمان وسلې، پیسې، نفتي سرچینو لرونکې سیمې په ولکه کې لري او ددې ډلې غټ ملاتړي دي چې یو تعداد یې زموږ په هېواد کې دي)).

په عین وخت کې بشارالاسد ویلي: ((فرانسه د داعش په عملیاتو کې دوه مخې ده، نوموړی وايي، ترڅو چې فرانسه له سعودي او قطر سره په ایتلاف کې وي باید د تروریزم پرضد د جګړې خبره ونکړي))

Leave a Reply

Your email address will not be published.